Kabulافغانستانامنیتدری

د جګړې لسمه ورځ؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-21 05:04:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۰ سرطان ۱۴۰۵): امریکا وايي، پر ایران تازه بریدونو کې یې د دغه هېواد د پوځي قوماندانۍ مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه او هوايي دفاعي سیسټمونه په نښه کړي؛ ورته مهال، د ایران پوځ او سپاه پاسداران وايي، د دغو بریدونو په غبرګون کې یې په کویټ او اردن کې د امریکا پوځي اډې ویشتلې دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر ایران یې د تازه بریدونو یو پړاو د سه‌شنبې په ورځ د امریکا د ختیځ پر وخت د شپې ۹ بجې ترسره کړی دی. سنټکام ویلي چې امریکايي ځواکونو په دغو بریدونو کې د ایران د پوځي قوماندانۍ مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او هوايي دفاعي سیسټمونه په نښه کړي، څو له هرمز تنګي د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د دغه هېواد د بریدونو وړتیا راکمه کړي. دې قوماندانۍ ادعا کړې چې د دغه مهم نړۍوال سمندري دهلېز له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ لا هم دوام لري. په خبرپاڼه کې راغلي: «د مې میاشتې له پیله راهیسې، امریکايي ځواکونو د شاوخوا ۹۰۰ سوداګریزو بېړیو او ۴۵۰ میلیونه بېرله خامو تېلو په لېږد کې مرسته کړې ده.» په مقابل کې، سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د «نصر…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-21 05:04:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د جګړې لسمه ورځ؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د بریدونو خبر ورکړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-21 09:33:49

د جګړې لسمه ورځ؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د بریدونو خبر ورکړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button