کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د جګړې وزارت یوه لوړپوړي ویاند ویلي چې روانه میلادي میاشت کې تر اوسه د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي. د پنتاګون لوړپوړي ویاند شان پارنل له «سيبياېس» سره په خبرو کې دغه شمېر تایید کړی دی. هغه ویلي چې د روان کال د جولای له ۷مې راهیسې د ایران له خوا په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتېرو ته تر یوه حده زیان اوښتی دی. د هغه په خبره، دغو امریکايي سرتېرو ته د اوښتو زیانونو ډېره برخه «د مغزي ټکانونو» له امله ده. خو نوموړي د دغو پوځي اډو نومونه نه دي په ډاګه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) هم درې ورځې مخکې ویلي وو چې په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر مرکزونو د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي، څلور نور ټپیان شوي او یو سرتېری ورک دی. د یادونې ده، د امریکا او ایران ترمنځ نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له ختمېدو وروسته لسمې ورځې ته داخلې شوې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
روانه میلادي میاشت د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي
منابع
Afghan sources
روانه میلادي میاشت د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي