HealthKabulافغانستانپښتو

افغانستان کې د هوا ګرمېدو څپه؛ له روغتیايي اندېښنو تر چاپېریالي خبرداریو — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-21 07:03:38🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د کابل به ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه د ګرمۍ له سختې څپې سره مخ دي او ځینو سیمو کې د تودوخې درجه ان د سانتي‌ګراد له ۴۵ درجې لوړه شوې ده؛ ډاکټران د لمر وهلو او د بدن اوبو د کمښت د خطر زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي او کارپوهان اقلیمي بدلونونه او د شنو ساحو کمښت د دغه وضعیت د لا خرابېدو له عواملو بولي. د افغانستان اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه خبرداری ورکړی و چې د چنګاښ تر ۳۱مې پورې به د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د تودوخې درجه له ۴۵ پورته لاړه شی. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ګرمۍ دغه څپه به بلخ، جوزجان، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونه ډېر اغېزمن کړي. د عامې روغتیا وزارت هم پرون پر خپله ایکس‌پاڼه د روغتیايي پیغام لرونکی انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: «خپل ماشومان د اوږدې مودې لپاره لمر ته مه پرېږدئ؛ کېدای شي لمر یې ووهي.» د روغتیا نړۍوال سازمان هم د اېکس‌پاڼې له لارې د افغانستان خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي: «په افغانستان کې هوا ګرمه شوې ده، ځان او خپلې کورنۍ له سختې ګرمۍ وساتئ.» سرچینې زیاته…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-21 07:03:38

مهالوېش

  1. Pajhwok

    افغانستان کې د هوا ګرمېدو څپه؛ له روغتیايي اندېښنو تر چاپېریالي خبرداریو

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-21 11:33:06

افغانستان کې د هوا ګرمېدو څپه؛ له روغتیايي اندېښنو تر چاپېریالي خبرداریو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button