Healthافغانستاندریلوګر

لوګر؛ نائب امین الله خان لوګري روغتون کې د وینې بانک او فیزیوتراپي… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-21 08:07:39🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوګر ولایت د نائب امین‌ الله خان لوګري په ۳۰۰ بستریز روغتون کې د وینې مجهز بانک او فیزیوتراپي څانګې پرانیستل شوې. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوګر مرستیال والي، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین وویل چې د وینې بانک او فیزیوتراپي څانګو فعالېدل په دې ولایت کې د روغتیایي خدماتو د پراختیا او د درملنې د کیفیت لوړولو په برخه کې مهم او ارزښتناک ګام دی.ورته مهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک ویلي، چې دغه څانګې د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.د مسوولینو په وینا، د وینې بانک او فیزیوتراپي څانګو په فعالېدو سره به د وینې اړتیا لرونکو او د فیزیوتراپي ناروغانو ته معیاري، پر وخت او اغېزمن روغتیایي خدمات وړاندې شي او ورسره به د ناروغانو ګڼې ستونزې په همدې ولایت کې هوارې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-21 08:07:39

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لوګر؛ نائب امین الله خان لوګري روغتون کې د وینې بانک او فیزیوتراپي څانګې پرانیستل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-21 03:51:48

لوګر؛ نائب امین الله خان لوګري روغتون کې د وینې بانک او فیزیوتراپي څانګې پرانیستل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button