EconomyKabulافغانستانپښتو

پنټاګون: له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-22 04:28:21🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا دفاع وزیر وايي، له ایران سره د دغه هېواد د جګړې لګښت تر اوسه ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او پنټاګون د پوځي عملیاتو د دوام لپاره لا ډېرې بودجې ته اړتیا لري. رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسټ د سې‌شنبې په ورځ کانګرېس ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل، په دغه رقم کې هغه اټکل شوي لګښتونه هم شامل دي چې د روان کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې شوي وو. د سرچینې د راپور له مخې، لا هم روښانه نه ده چې پنټاګون د ۳۷.۵ میلیارد ډالرو رقم څنګه محاسبه کړی دی. له دې مخکې یوې سرچینې ویلي وو چې یوازې د جګړې په لومړیو شپږو ورځو کې د امریکا لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارد ډالر لګښت راغلی و. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت له کانګرېسه د نږدې ۹۰ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې وه چې ډېره برخه به یې د ایران جګړې ته ځانګړې شي. هېګسټ هم د ۲۰۲۷ کال لپاره د دفاع وزارت د ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودجې د تصویب غوښتنه کړې ده. د راپور پر بنسټ، یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو او ډیموکراتو استازو د جګړې پر مدیریت او د ټرمپ د حکومت د موخو او پلانونو په اړه د معلوماتو پر کمښت نیوکه کړې ده. امریکايي چارواکي وايي، تر اوسه په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 04:28:21

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پنټاګون: له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-22 08:57:16

پنټاګون: له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button