HealthKabulافغانستاندری

فرانسې له ۱۵ کلونو د ټیټ عمر ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-22 04:43:35🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د فرانسې پارلمان داسې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو کم‌عمره ماشومان ټولنیزو شبکو کې د حساب له جوړولو او کارولو منع شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د فرانسې مشرانو جرګې او ملي شورا د سې شنبې په ورځ دغه قانون د ماشومانو پر روغتیا او خوندیتوب د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته تصویب کړ. د دغه قانون له پلي کېدو سره، له ۱۵ کلونو کم‌عمره ماشومان به د سپټمبر له لومړۍ نېټې په ټولنیزو شبکو کې د حساب جوړولو اجازه ونه لري. د دغو پلټفارمونو مالک شرکتونه به هم څلور میاشتې وخت ولري چې له ټاکلي یاد عمره د کښته ماشومانو موجود حسابونه بند کړي. ټولنیزې شبکې به اړې وي چې د کاروونکو د عمر معلومولو لپاره له هغو سیسټمونو کار واخلي چې د فرانسې د شخصي حریم ساتنې ادارې له خوا تایید شوي وي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون غوښتنه کړې چې دغه قانون د راتلونکي ښوونیز کال تر پیل پورې عملي شي. نوموړي له دې مخکې له ځوانانو غوښتي وو چې د ګرځنده ټیلېفونونو کارول کم کړي او د ښه انسانانو جوړېدو لپاره ډېر مطالعه وکړي. فرانسه لومړنی اروپايي هېواد دی چې د دغه ډول بندیز قانون یې تصویب کړی دی. له دې مخکې اسټرالیا هم له ۱۶…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-22 04:43:35

خط زمانی

  1. Pajhwok

    فرانسې له ۱۵ کلونو د ټیټ عمر ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو پر کارولو بندیز ولګاوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-22 09:10:32

فرانسې له ۱۵ کلونو د ټیټ عمر ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو پر کارولو بندیز ولګاوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button