Englishافغانستانامنیتکندز

کندز کې د شرطې له ښوونیز مرکز څخه سلګونه منسوبین فارغ شول — Bakhtar

DevelopingSecurityکندز1 SourcesUpdated: 2026-07-22 08:12:09🎙 Listen to radio

Summary: کندز کې د شرطې له ښوونیز مرکز څخه ۴۳۰ تازه دمي ځوان منسوبین فارغ او د پولیسو له لیکو سره یو ځای شول. د شمال ختیځ زون ښوونیز مرکز قوماندان مولوي محمد صابر الفت باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د شرطې په دې ۱۴م پړاو فراغت کې دې منسوبینو ته یو میاشتنۍ مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې دي.نوموړي زیاته کړې چې شرطې ته د نظامي زده کړو ورکړه یو اړتیا ده او په دې برخه کې هڅې دوام لري.ښاغلي الفت زیاته کړې، چې دغو منسوبینو ته د چک پاینټ، د وسلو کارونه، له خلکو سره د ښه چلند او د تورن کسانو د نیولو په برخه کې اړینه روزنه ورکړل شوې ده.دغه راز فارغ شویو منسوبینو ویلي، چې د کار د لا اغېزمنتیا په موخه ورته اړینې زده کړې ورکړل شوي او په عملي ډګر کې به ترې ښه ګټه پورته کړي.دوی له باختر اژانس سره د خبرو په مهال ژمنه کړې چې په هر ډول شرایطو کې به له نظام او خلکو دفاع وکړي.د یادونې ده چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې له یاد ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۱۳ زره کسان فارغ شوي دي.

Quick facts

Locationکندز
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-22 08:12:09

Timeline

  1. Bakhtar

    کندز کې د شرطې له ښوونیز مرکز څخه سلګونه منسوبین فارغ شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-22 06:24:26

کندز کې د شرطې له ښوونیز مرکز څخه سلګونه منسوبین فارغ شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button