هغه درد چې سایره یې ټکسيچلوونکې کړه — Pajhwok
شبرغان (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د خپل ناروغ ماشوم پر وخت روغتون ته د نه رسولو درد، د جوزجان د یوې مور د ژوند لوری بدل کړ؛ سایرې له هماغې شپې وروسته موټر چلول زده کړل او اوس د ښځینه مسافرو په لېږدولو د خپلې کورنۍ ژوند پر مخ وړي. ۳۸ کلنه سایره د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې ده. هغې د خپل زوی تر مړینې او د مېړه تر ناروغېدو وروسته پرېکړه وکړه چې موټر وچلوي او له دې لارې د خپلې نههکسیزې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابر کړي. هغه وایي، لا د شبرغان پر ښار لمر سم نه وي راختلی چې د ورځې کارونه پیلوي؛ کور منظموي، اولادونو ته سهارنۍ تیاروي او کله چې د کور له چارو ډاډه شي، د موټر کیلي اخلي او مخکې له دې چې د ښار سړکونه له ګڼېګوڼې ډک شي، په ټکسي موټر کار پیلوي. د سایرې په خبره، اشټرېنګ به د ډېرو خلکو لپاره یوازې د موټر د سمبالولو وسیله وي، خو د هغې لپاره د یوې داسې پرېکړې نښه ده چې د ژوند په تر ټولو ترخه شپه کې یې وکړه؛ هغه شپه چې خپل ناروغ ماشوم یې پر وخت روغتون ته ونه شو رسولای او ساه یې ورکړه. هغې د خپل ماشوم زوی د مړینې کیسه د خپل ژوند د تر ټولو دردناکې خاطرې په توګه یادوي او…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
هغه درد چې سایره یې ټکسيچلوونکې کړه