KabulPoliticsافغانستانپښتو

یوناما او د کور او ښار جوړولو وزارت د همکاريو د لا پياوړتيا… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-22 11:12:38🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) مرستیال د کور او ښار جوړولو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، د څښاک اوبو رسولو شبکو، استوګنیزو ښارګوټو او ښاري پلان جوړولو برخو کې د همکاریو پراختيا ته چمتو دي. د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي‌کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره وکتل. سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال جورج لیمارکیس د خپلې ادارې د فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه ویلي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، د پاکو اوبو رسولو د شبکو، استوګنیزو ښارګوټو او ښاري پلان جوړولو برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دي. خبرپاڼه کې راغلي، مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د ملګرو ملتونو او نورو همکارو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د کابل ښار د ماسټر پلان، د نوي کابل ښار او د کډوالو د دایمي مېشتېدنې برخه کې یې د ترسره شوو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه ویلي، په تېرو څو میاشتو کې راستنېدونکو کډوالو ته نږدې اویا زره د استوګنې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 11:12:38

مهالوېش

  1. Pajhwok

    یوناما او د کور او ښار جوړولو وزارت د همکاريو د لا پياوړتيا په موخه ګډه تخنیکي کمېټه جوړوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-22 15:42:04

یوناما او د کور او ښار جوړولو وزارت د همکاريو د لا پياوړتيا په موخه ګډه تخنیکي کمېټه جوړوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button