Economyافغانستانپښتوهرات

د افغانستان او ازبکستان چارواکو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه… — Bakhtar

روان خبرEconomyهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-22 20:12:13🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبکستان ته د سفر په بهیر کې؛ د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس ظفر نزرلوف سره کتلي دي. دا کتنه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پروژو د تعقیب او د زېربنایي پروژو د پلي کولو بهیر د چټکتیا په موخه ترسره شوې ده.باختر اطلاعاتي اژانس ته د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د افغان – ټرانس پروژې د سروې او امکان‌سنجۍ چارو د پیل، افغانستان ته د هرات – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د سروې او امکان‌سنجۍ د اسنادو سپارلو، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت په ساحه کې د تأسیساتو، نورو ګدامونو او فرعي کرښو د جوړولو او همدا رنګه د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه خبرې شوې دي.دواړو لوریو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو او پانګه ‌والو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.هېره دې نه وي چې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د همکاریو پراختیا، د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د متقابل باور د پیاوړتیا، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د لوړولو او دغه راز د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د یوه مهم ترانزیټي څلورلارې په توګه د افغانستان رول لا پیاوړی کوي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-22 20:12:13

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ازبکستان چارواکو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-22 11:31:24

د افغانستان او ازبکستان چارواکو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button