Summary: د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت نن په خپل کاري دفتر کې د روسیې د التای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره کتلي دي. د یادې ادارې له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د التای پوهنتون مرستیال یوګني ویکتوروویچ کایګورودوف او همدارنګه په افغانستان کې د روسیې د علومو او کلتور د مرکز رئیس سرګي ستوپاچوف هم ګډون درلود.د دې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د تخنيکي او ښوونیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا بلل شوې ده.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د التای پوهنتون مرستیال په دغه کتنه کې ویلي؛ روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.هغه همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو استاذانو او زدهکوونکو ته روسیې هېواد ته د علمي سفرونو زمینې برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.ورته مهال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس د افغانستان او روسیې ترمنځ علمي همکارۍ مهمې بللې او د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا هرکلی یې کړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کایګورودوف: روسیه د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو ملاتړ ته چمتو ده
منابع
Afghan sources
کایګورودوف: روسیه د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو ملاتړ ته چمتو ده