جلالاباد – دوه ایراني بایسکل ځغلوونکي، چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یې له ایران څخه د افغانستان پر لور خپل سفر پیل کړی و، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې دغه هېواد ته تر ننوتو وروسته جلالاباد ښار ته رسېدلي دي. د دغو بایسکل ځغلوونکو له ډلې محمد تاجران د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش له رئیس عبدالسلام وزیروال سره په لیدنه کې وویل، افغانستان ته یې د ورورګلوۍ، سولې او د چاپېریال د زرغونتیا او ساتنې پیغام راوړی دی. هغه زیاته کړه، د سفر په اوږدو کې یې هغه واقعیتونه په خپلو سترګو ولیدل چې د افغانستان په اړه یې اورېدلي وو، او د ده په وینا، افغانان مېلمهپاله خلک دي او له علم او ټکنالوژۍ سره ځانګړې مینه لري. محمد تاجران وویل، غواړي د ننګرهار له ځوانو بایسکل ځغلوونکو او ورزشکارانو سره خپلې تجربې شریکې کړي او هغوی د نړیوالو ورزشي سفرونو لپاره وهڅوي. د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال د دغو ایراني مېلمنو هرکلی وکړ او ویې ویل، د دوی دا سفر به د ولایت ورزشکارانو ته نوې انګېزه ورکړي او د افغانستان او ایران د ورزشکارانو ترمنځ به اړیکې لا پیاوړې کړي. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي د ننګرهار بایسکل ځغلوونکو ته د هېواد څخه بهر د ورته ورزشي سفرونو لپاره اسانتیاوې برابرې شي. د محمد…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د ورورګلوۍ او زرغون چاپېریال پیغام؛ دوه ایراني بایسکل ځغلوونکي جلالاباد ته ورسېدل
منابع
External sources
د ورورګلوۍ او زرغون چاپېریال پیغام؛ دوه ایراني بایسکل ځغلوونکي جلالاباد ته ورسېدل