ملاله بنسټ وایي، افغانستان کې «جنسیتي اپارتاید» د بشریت ضد جرم په توګه د پېژندلو لپاره نړیوال ملاتړ پراخ شوی او اوس ۱۴هېوادونه د دې طرحې ملاتړ کوي؛ هغه پرمختګ چې د بنسټ په وینا، دا موضوع به په رسمي ډول د ۲۰۲۸کال د نړیوالو مذاکراتو په اجنډا کې شامله کړي. د پخوانیو دولتي او اوسنیو «امارتي شرکتونو» ویاند محمد نبي بهار وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د عرضې کمښت، سیمهییز کړکېچونه او شخړې، د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د تقاضا ډېرېدل د مایع ګاز او نفتي توکو د نړیوالو بیو د لوړېدو مهم لاملونه دي. د هغه په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د نرخونو زیاتوالي له امله په افغانستان کې هم د اوبلن ګاز او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي. دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د نفت او ګاز شرکت د بیو د کنټرول او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره دغه توکي د خپلو استازولیو له لارې خلکو ته په مناسبه بیه وړاندې کوي. د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو او سونتوکو بیې لوړې شوې دي. د ځینو توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز بیه تر ۶۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده. د دغو موندنو له مخې، په کابل کې د هر کیلوګرام اوبلن…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملاله بنسټ: د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په اړه نړیوال ملاتړ پراخ شوی
سرچینې
Afghan sources
ملاله بنسټ: د افغانستان د جنسیتي اپارتاید په اړه نړیوال ملاتړ پراخ شوی