کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۱۰۹۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو څخه ۸۹۶ کسان د تورخم او ۲۰۳ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ډله کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د اسنادو نه درلودو له امله نیول شوي وو او هلته يې د بند بېلابېلې مودې تېرې کړې وې. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول. سرچینې لیکلي، د کډوالو وزارت د راستنو شوو ملاټر ته ژمن دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د پاکستان له بندخونو څه باندې زر افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
منابع
Afghan sources
د پاکستان له بندخونو څه باندې زر افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول