EconomyEnglishKabulافغانستان

د امریکا استازو جرګې ۱.۱۵ ټریلیون ډالري پوځي بودجه تصویب کړه — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-23 05:38:39🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د امریکا استازو جرګې د ۱.۱۵ ټریلیون ډالرو پوځي بودیجې طرحه، چې له اسراییلو سره د پوځي او ټکنالوژیکو همکاریو زیاتوالی او له ایران سره د جګړې تمویل هم په کې شامل دي، تصویب کړه. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه طرحه د چهارشنبې په ورځ د ۲۱۲ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۱۶ موافقو رایو تصویب شوه. شپږو ډیموکراټو استازو ورته مثبته رایه ورکړه او اوو جمهوري‌غوښتونکو ورسره مخالفت وکړ. په راپور کې راغلي، دغه طرحه، چې «د ۲۰۲۷ کال د ملي دفاع د واکونو قانون» نومېږي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې غوښتنې پر بنسټ چمتو شوې چې د دغه هېواد پوځي بودیجه د تېر کال له شاوخوا ۹۰۰ میلیارد ډالرو څخه ۱.۵ ټریلیون ډالرو ته لوړه شي. ټرمپ ویلي، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو روانې جګړې ته په پام د پوځي بودیجې زیاتول اړین دي؛ خو یو شمېر ډیموکراټو او جمهوري‌غوښتونکو قانون‌جوړوونکو د جګړې له درنو لګښتونو او له اسراییلو سره د پوځي همکاریو له پراخېدو سره مخالفت کړی. له ایران سره د جګړې منتقد او جمهوري‌غوښتونکي استازي توماس مسي ویلي چې دغه طرحه د امریکا پوځي ټکنالوژي او د اکمالاتو ځنځیرونه له اسراییلو سره یوځای کوي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه طرحه په سنا مجلس کې رد شي. الجزیرې لیکلي چې دغه طرحه…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-23 05:38:39

Timeline

  1. Pajhwok

    د امریکا استازو جرګې ۱.۱۵ ټریلیون ډالري پوځي بودجه تصویب کړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-23 10:08:21

د امریکا استازو جرګې ۱.۱۵ ټریلیون ډالري پوځي بودجه تصویب کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button