EnglishKabulافغانستانامنیت

د تایلنډ په سوېل کې پر یوې امنیتي پوستې برید؛ پنځه کسان وژل… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-23 05:43:21🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د تایلنډ پوځ وایي، د دغه هېواد په سوېل کې پر یوې امنیتي پوستې په وسله‌وال برید کې پنځه نیمه‌پوځي سرتېري وژل شوي او شپږ ملکي وګړي ټپیان دي. فرانس‌پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه برید د چهارشنبې په ماښام د ناراتیوات ولایت پر «بوکیتا سامي» امنیتي پوستې شوی دی. د تایلنډ د پوځ په خبره، بریدګرو د سپکو وسلو او لاسي جوړو شوو بمونو په وسیله د پوځ د ۴۵مې قطعې ځواکونه د پېرې پر مهال په نښه کړي دي. په راپور کې راغلي چې تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او چارواکو یې هم په تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی. دغه پېښه په وروستیو کلونو کې د تایلنډ پر امنیتي ځواکونو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه بلل شوې ده. دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې په ناراتیوات کې د تانیونګ د پولیسو د پخوانۍ قوماندانۍ ودانۍ مخې ته د موټربم چاودنې یو پولیس افسر ټپي او ودانۍ یې زیانمنه کړه. د راپورونو له مخې، پولیس د دې پېښې په تړاو د دوو شکمنو کسانو په لټه کې دي چې پر موټرسایکل له سیمې تښتېدلي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-23 05:43:21

Timeline

  1. Pajhwok

    د تایلنډ په سوېل کې پر یوې امنیتي پوستې برید؛ پنځه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-23 10:12:54

د تایلنډ په سوېل کې پر یوې امنیتي پوستې برید؛ پنځه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button