Kabulافغانستانامنیتدری

عراقچي: پر ایران هر ډول برید به له قاطع ځواب سره مخ شي؛… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-23 05:52:29🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې پر دغه هېواد، په ځانګړي ډول پر زیربناوو یې، هر ډول برید به له پیاوړي او قاطع ځواب سره مخ شي او په داسې بریدونو کې ښکېل یا د هغو ملاتړي لوري به «مشروع هدفونه» وبلل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (پنج‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ایران پر ضد هر اقدام به، چې د دغه هېواد د زیربناوو په نښه کول هم پکې شامل دي، له سخت غبرګون سره به مخ شي. عراقچي ویلي: «پر ایران هر ډول تېری، زموږ پر زیربناوو د برید په ګډون، به له پیاوړي او قاطع ځواب سره به مخ شي.» د هغه په خبره، هغه هېوادونه یا لوري چې په هر ډول په دې اقداماتو کې ونډه ولري یا یې ملاتړ وکړي، د ایران له نظره به «مشروع هدفونه» وبلل شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران پر هغو کښتیو بریدونو ته دوام ورکړي چې د هرمز له تنګي تېرېږي، متحده ایالات به د ایران پر پلونو او د برېښنا پر فابریکو بریدونه وکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-23 05:52:29

خط زمانی

  1. Pajhwok

    عراقچي: پر ایران هر ډول برید به له قاطع ځواب سره مخ شي؛ ښکېل لوري مشروع هدفونه دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-23 10:20:51

عراقچي: پر ایران هر ډول برید به له قاطع ځواب سره مخ شي؛ ښکېل لوري مشروع هدفونه دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button