Kabulافغانستانامنیتدری

د پېرو په پلازمېنه کې اورلګېدنې لس کسان مړه کړي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-23 05:58:50🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د پېرو پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په پلازمېنه لیما ښار کې په یوه استوګنیز کور کې د اورلګېدنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون (چهارشنبه) د لیما ښار په «لا ویکتوریا» سیمه کې په یوه استوګنیز کور کې رامنځته شوې ده. د پېرو د پولیسو قوماندان اسکار اریولا خبریالانو ته ویلي چې د عدلي طب متخصصینو د اورلګېدنې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي. تر اوسه د قربانیانو د هویت او د دې پېښې له امله د اوښتو زیانونو د کچې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-23 05:58:50

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د پېرو په پلازمېنه کې اورلګېدنې لس کسان مړه کړي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-23 10:27:28

د پېرو په پلازمېنه کې اورلګېدنې لس کسان مړه کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button