EnglishHealthKabulافغانستان

د عامې روغتيا وزارت معین د ترکیې له سفیر سره د روغتيايي همکاريو… — Bakhtar

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-23 08:13:11🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني، په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادين آی يلدز سره په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د روغتيايي همکاريو د پراختيا، د اتاترک روغتون د تجهيز، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د «ټيلي ميډېسن» پروګرام له لارې د ناروغانو د تشخيص او درملنې په اړه خبرې شوې دي.د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معین د روغتيايي همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی او د ياد روغتون د تجهيز، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او ټيلي ميډيسن پروګرام له لارې یې د ناروغانو تشخيص او درملنې په برخه کې د ترکیې همکاري مهمه او اړينه بللې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-23 08:13:11

Timeline

  1. Bakhtar

    د عامې روغتيا وزارت معین د ترکیې له سفیر سره د روغتيايي همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-23 05:55:37

د عامې روغتيا وزارت معین د ترکیې له سفیر سره د روغتيايي همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button