Summary: د لوګر ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت د التمور سمنټو تولیدي فابریکې اکتشافي کارونه بشپړ شوي دي. د دې فابریکې قراردادي شرکت مسوولینو په وینا، د التمور فابریکې لومړنۍ چارې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوي او د پلان له مخې به یې د ودانیزو چارو عملي کار هم پیل شي.د دوی په خبره، د یادې فابریکې چارې به تر راتلونکو ۱۸ میاشتو بشپړې شي چې ورسره به جوخت د سمنټو تولید هم پیل شي چې له فعالېدو سره به یې په مستقیم ډول ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.د لوګر مرستیال والي شیخ انعامالله صلاحالدین د دې سترې پانګونې د هرکلي ترڅنګ وویل، چې ځایي اداره د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو او د دې سترې اقتصادي پروژې د بشپړ امنیت د ټینګښت په برخه کې ژمنتیا لري.د ځايي مسوولینو په وینا، دا فابریکه د ۱۷۵ میلیونه ډالره په پانګونې سره پیل شوې چې د ودانیزو چارو د جوړېدو مسوده یې د کانونو او پټرولیم وزارت سره هم شریکه شوې ده.د یادونې وړ ده، چې دغه فابریکه د لوګر مرکز اړوند التمور سیمه کې موقعیت لري او له بشپړېدو وروسته به په شپه او ورځ کې د ۲۴۰۰ ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
لوګر کې د سمنټو تولیدي فابریکې لومړنۍ چارې بشپړې شوې