افغانستانامنیتپښتو

آلمان هغه مهاجر هم افغانستان اخراجوي چي جرمي سابقه هم نه لري — Dw

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-23 08:55:19🎙 راډیو واورئ

د هيسن ایالت د کورنیو چارو وزیر وايي چي حکومت افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو د منظم اخراج له پاره لاره هواره کړې ده چي جرم يې هم نه وي کړی. د هیسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان روزک، وویل چي فدرالي حکومت افغانستان ته د «هغو کسانو د منظم اخراج» له پاره شرایط برابر کړي دي چي له آلمان څخه په وتلو مکلف دي. هغه زیاته کړه چي په راتلونکي کي هم د ایالت اصلي تمرکز د مجرمو او احتمالي خطرناکو کسانو پر اخراج دی، «خو هيسن به د دغو کسانو د اخراج ترڅنګ نورو امکاناتو څخه هم کار واخلي.» په دې لارښود کي د «پېژندنې له پاره حضور» اصطلاح موخه، اخراج ته چمتوالی دی. په دې بهیر کي هڅه کېږي چي د هغو کسانو هویت تثبیت سي چي له آلمان څخه په وتلو مکلف دي. دا کار د افغانستان په قونسلګریو کي د طالبانو ادارې د استازو په مرسته ترسره کېږي او د اړتیا په صورت کي د سفر اسناد هم ورته برابريږي. د هیسن ایالت د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دې پروسه کي ډېرې محدودي استثناوي سته، خو د هغو پناه غوښتونکو د ټاکلو شرایط چي باید اخراج سي، روښانه دي: دوی باید نارینه، تر ۱۸ کلنۍ پورته او مجرد وي او د اخراج سند یې ترلاسه کړی وي یا په اصطلاح له…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-23 08:55:19

مهالوېش

  1. Dw

    آلمان هغه مهاجر هم افغانستان اخراجوي چي جرمي سابقه هم نه لري

سرچینې

External sources

DwPS
2026-07-23 08:54:14

آلمان هغه مهاجر هم افغانستان اخراجوي چي جرمي سابقه هم نه لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button