کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په فلیپین کې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د اوکراین د جګړې او د هغې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ په مانیلا کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي دي. په راپور کې راغلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، لاوروف په دې کتنه کې یو ځل بیا د اوکراین جګړې د سیاسي او ډیپلوماټیک حل لپاره د مسکو چمتووالی څرګند کړ. د یاد وزارت په وینا، روسیه لا هم هغو وړاندیزونو ته ژمنه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې په الاسکا کې د خپلې کتنې پر مهال مطرح کړي وو. راپور زیاتوي، لاوروف اوکراین ته د وسلو دوامداره لېږد «د نه منلو وړ» بللی او د هغو اروپایي هېوادونو پر سیاست یې نیوکه کړې چې د ده په وینا، روسیې ته د «ستراتیژیکې ماتې» ورکولو هڅه کوي. سرچینې لیکلي، روبیو له دې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې له لاوروف سره یې صریح او ښې خبرې کړي او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین جګړې په اړه خبرې وکړې
منابع
Afghan sources
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین جګړې په اړه خبرې وکړې