کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د عراق لومړی وزیر فالح علي الزیدي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په بلنه تهران ته رسېدلی دی. ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې مسعود پزشکیان د سعداباد په فرهنګي او تاریخي مجموعه کې د عراق د لومړي وزیر رسمي هرکلی کړی. دغه راز، فالح علي الزیدي پر خپله اېکسپاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي: «نن د یوه رسمي سفر لپاره تهران ته روان یو. د دغه سفر په ترڅ کې به د ایران اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره وګورو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو، دوهاړخیزو همکاریو، سیمهییزو مسایلو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت پر هڅو به خبرې وکړو.» د هغه په وینا، عراق او ایران د تاریخي او فرهنګي اړیکو، ګډو پولو او ګډو ګټو له لارې یو له بل سره تړلي دي. ده زیاته کړې چې دغه اړیکې د خبرو، همکارۍ او متقابل درناوي په روحیه دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري؛ داسې همکارۍ چې د دواړو هېوادونو د خلکو تلپاتې پرمختګ او هوساینه پیاوړې کړي او په سیمهییزه او نړیواله کچه د امنیت او ثبات په ملاتړ کې مرسته وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د عراق لومړي وزیر تهران ته تللی