کابل (پژواک، ۱ زمري ۱۴۰۵): د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان له سېلابځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د خوراکي توکو زر کڅوړې برابرې کړي او له دې ډلې یې ۵۰۰ نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارلې. د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د مطبوعاتو مسوول عبدالله مرادي د معلوماتو له مخې، په یاده هره کڅوړه کې۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه لوبیا، پنځه کیلوګرامه بوره، پنځه ه لیټره غوړي او پنځه کیلوګرامه وریجې شاملې دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن، سرې میاشتې ته د ۵۰۰ کڅوړو مرستې د سپارلو په مراسمو کې وویل چې د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په ټوله کې د نورستان له سېلابځپلو سره زر کڅوړې مرسته کړې ده. ده وویل چې ۵۰۰ پاتې کڅوړې به هم په راتلونکو پړاوونو کې د افغاني سرې میاشتې ته وسپاري تر څو له لارې یې سېلابځپلو ته ورسول شي. د راپورونو له مخې، وړمه ورځ د نورستان ولایت په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د راوتلو سېلابونو له امله د دغه ولایت د ښاروال او د کنډک قوماندان په ګډون ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر مرستیال، استاد علي بن محمد الحصان په نننیو مراسمو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
سعودي د نورستان سېلابځپلو لپاره د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې سرې میاشتې ته وسپارلې
سرچینې
Afghan sources
سعودي د نورستان سېلابځپلو لپاره د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې سرې میاشتې ته وسپارلې