لوګر کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي — Bakhtar
Summary: د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې نن له ماسپښین وروسته د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله ځایي اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د لوګر د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د مطبوعاتو مسوول سالارزي ستانکزي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د محمداغې ولسوالۍ په زاهداباد، دښتک، اب بازک، ګمران او یو شمېر نورو سیمو کې سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، سېلابونو کرنیزې ځمکې، نږدې ۳۰ استوګنیز کورونه، سړکونه، یو جومات او یو شمېر نور عامه او شخصي تاسیسات زیانمن کړي دي. همداراز د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي، د یادې ادارې تخنیکي او ارزوونکې ډلې سیمې ته رسېدلې او د زیانونو د ارزونې، د معلوماتو د راټولولو او له زیانمنو کورنیو سره د لومړنیو مرستو د برابرولو چارې روانې دي. د مسوولینو په خبره، د ارزونې تر بشپړېدو وروسته به د اوښتو زیانونو بشپړ جزئیات هم له رسنیو سره شریک شي. د یادونې وړ ده، چې نن د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې هم د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
لوګر کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي