Healthافغانستانپښتو

نورستان ته د ایران له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د خوراکي… — Bakhtar

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-23 20:17:29🎙 راډیو واورئ

Summary: د نورستان ولایت ځایي مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت له سېلاب ځپلو کورنیو سره د ایران له لوري د خوراکي توکو مرستې شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د برنامو او پلان جوړونې رئیس ډاکټر عبدالستار صحت وویل چې دغه مرستې د هغو کورنیو لپاره برابرې شوي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې درانه زیانونه لیدلي دي. د هغه په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، غنم او یو شمېر نور اړین خوراکي توکي شامل دي. ورته مهال د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وویل چې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د مرستو لړۍ دوام لري او هڅه کېږي چې ټولې بشري مرستې په شفاف ډول پر اړمنو کورنیو ووېشل شي. نوموړي زیاته کړې، چې دغو خوراکي مرستو ترڅنګ د یو شمېر خیریه بنسټونو او سوداګرو له لوري هم د شهیدانو پر کورنیو او سېلاب ځپلو خلکو نغدي مرستې وېشل شوې دي. د یادونې وړ ده چې د نورستان ځایي مسوولینو له ټولو ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د سېلاب ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-23 20:17:29

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نورستان ته د ایران له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرستې ورسېدې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-23 15:06:07

نورستان ته د ایران له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرستې ورسېدې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button