EnglishNewsافغانستانخوست

خوست کې د وروستیو اورښتونو او راوتو سېلابونو له امله خلکو ته زیانونه… — Bakhtar

DevelopingNewsخوست1 SourcesUpdated: 2026-07-23 20:17:31🎙 Listen to radio

Summary: د خوست ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د وروستیو شدیدو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل، چې د خوست مرکز، ځاځي میدان، صبریو-یعقوبیو، باک، اسماعیل‌خېلو-مندوزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۰ استوګنیز کورونه، شاوخوا ۲۰ دوکانونه، ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه او یو پلچک زیانمن شوی دی. د نوموړي په وینا، د باک ولسوالۍ پر ۳۰ جریبه ځمکه کرل شوي کرنیز حاصلات هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي. همدارنګه د ګربزو ولسوالۍ پر مسیر د شمل ستر او مهم پل د سېلابونو د شدت له امله نړېدلی او د خلکو پر مخ تړل شوی، چې د ځایي اوسېدونکو پر تګ راتګ یې منفي اغېز کړی دی. مستغفر ګربز زیاته کړې, چې د خوست ولایت مقام د رهبرۍ له لوري ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې، څو ژر تر ژره مسلکي او تخنیکي ټیمونه زیانمنو سیمو ته واستوي، د اوښتو زیانونو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړي او د اړتیا وړ بېړني او عملي اقدامات وکړي، ترڅو زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدنه وشي. هغه همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د دوامداره اورښتونو او د سېلابونو د احتمالي خطرونو پر مهال د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي او له احتیاط څخه کار واخلي.

Quick facts

Locationخوست
TopicNews
Sources1
Updated2026-07-23 20:17:31

Timeline

  1. Bakhtar

    خوست کې د وروستیو اورښتونو او راوتو سېلابونو له امله خلکو ته زیانونه اوښتي دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-23 14:42:32

خوست کې د وروستیو اورښتونو او راوتو سېلابونو له امله خلکو ته زیانونه اوښتي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button