KabulPoliticsافغانستانپښتو

پکتیا، پنجشېر او پروان کې تړل شوې لارې بېرته د ترافیکو پر مخ… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-24 05:47:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): حکومتي سرچینې وايي، په پکتیا، پنجشېر او پروان ولایتونو کې هغه مواصلاتي لارې چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وې، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي. د ټولګټو چارو وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پکتیا کې د ګردېز–خوست لویه لار، په پنجشېر کې د دره، عبدالله‌خېلو او ابشار ولسوالیو لارې او په پروان کې د شینواري او سیاه‌ګرد ولسوالیو اړوند د پروان–بامیان لویه لار چې له تېرې ورځې راهیسې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي. د دغه وزارت په خبره، عملیاتي ټیمونو د لويو وسایطو په وسیله یادې لارې پاکې کړې دي او اوس په دغو لویو لارو کې د موټرو تګ راتګ بېرته پیل شوی دی. همدارنګه، د پروان د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي چې د پروان–بامیان لویه لار تېره شپه ۱۲ بجې په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې او په دې مسیر کې د موټرو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی. په همدې حال کې، د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي چې د دغه ولایت په دره او رخه ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلي دي. د هغه په خبره، د يادو ولسوالیو د امنیې قوماندانيو د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-24 05:47:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پکتیا، پنجشېر او پروان کې تړل شوې لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-24 10:16:38

پکتیا، پنجشېر او پروان کې تړل شوې لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button