کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): د رسنیو د راپور له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۰۵ زره افغان وګړو د سوداګرۍ لپاره اوزبېکستان ته سفر کړی چې په دې سره افغانستان د هغه هېواد د سوداګریزو سفرکوونکو نوملړ په سر کې راغلی دی. «کون.اوز» رسنۍ د اوزبېکستان د ملي احصایې کمېټې په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ټولټال ۲۲۸ زره او ۶۱۵ بهرني وګړي د سوداګرۍ په موخه دغه هېواد ته ورغلي دي. د راپور له مخې، په دې موده کې ۲۰۵ زره او ۹۳۷ افغان وګړي د سوداګریزو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه اوزبېکستان ته داخل شوي چې د نورو هېوادونو د وګړو په پرتله د سوداګریزو سفرکوونکو تر ټولو لوړه شمېره جوړوي. د دغه نوملړ په دوام کې ترکمنستان د ۱۶ زره او ۳۲۲ وګړو په درلودو سره دویم او تاجکستان د څلور زره او ۳۲۰ وګړو په لرلو سره درېیم ځای لري. د اوزبېکستان د ملي احصایې کمېټې شمېرې ښيي چې په دې موده کې د قرغيزستان ۶۲۸، د قزاقستان ۳۱۱، د روسیې ۲۳۰ او د ترکیې ۱۸۸ وګړي هم د سوداګرۍ په موخه اوزبېکستان ته تللي دي. د دغو شمېرو پر بنسټ، د نړۍ له نورو هېوادونو څخه د سوداګریزو سفرکوونکو شمېر ټولټال ۶۷۹ تنه ښودل شوی دی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
په شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ زره افغانانو د سوداګرۍ لپاره اوزبېکستان ته سفر کړی
Sources
Afghan sources
په شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ زره افغانانو د سوداګرۍ لپاره اوزبېکستان ته سفر کړی