Politicsافغانستانخوستدری

خوست؛ له شيخ زاهد پوهنتون څخه نږدې ۱۰۰۰ تنه محصلين فارغ شول — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-24 08:18:03🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد نديم خوست ته د سفر په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون محصلینو فراغتغونډې ته وینا وکړه. د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد نديم خوست ته د سفر په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون محصلینو فراغتغونډې ته وینا وکړه. له ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دغه غونډه کې ويلي:«اوس مهال په افغانستان کې امن راغلی او د علم د ترلاسه کولو ښه زمينه برابره ده، کوشش وکړئ په هره برخه کې چې ستاسو مسلک وي په همغه برخه کې تاسو خدمت او لا نورې زده کړې وکړئ.» هغه همدارنګه د امير په اطاعت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې ټول بايد د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د فرامينو او هداياتو عملي کولو ته توجه وکړي او کوشش بايد وشي، چې بې اطاعتي درڅخه ونشي او هر مسوول دې خپله دنده د عبادت په نيت ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزیر له فارغانو څخه غوښتنه کړې، چې په خپل مسلک کې په صداقت، ایماندارۍ او اخلاص خدمت وکړي. د یادونې وړ ده، چې په دغه فراغتغونډه کې د شیخ زاید پوهنتون ۱۱ پوهنځيو له بېلا بېلو څانګو څخه ۹۲۵ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-24 08:18:03

خط زمانی

  1. Bakhtar

    خوست؛ له شيخ زاهد پوهنتون څخه نږدې ۱۰۰۰ تنه محصلين فارغ شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-24 05:23:26

خوست؛ له شيخ زاهد پوهنتون څخه نږدې ۱۰۰۰ تنه محصلين فارغ شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button