کرملین وايي، روسیه په دې باور ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره په خپلو هڅو کې رښتینی دی او سره له دې چې متحده ایالتونه لا هم کییف ته وسلې ور کوي، د واشنګټن نویو وړاندیزونو ته به انتظار وباسي. ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځواکونو د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په څو لوریو کې د طالبانو پر پوځي اډو، قطعاتو او پوستو هدفي عملیات کړي چې د دوی په وینا، د پنجشنبې ورځې دزمري میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې پیل شوي او لا هم دوام لري. جبهه ادعا کوي چې د دغو عملیاتو پر مهال یې طالبان د زیباک د سرحدي کنډک شاوخوا له یو شمېر لوړو پوستو شاتګ ته اړ کړي دي. د اعلامیې له مخې، طالبانو څو ځله هڅه کړې چې یادې سیمې بېرته ونیسي، خو د جبهې په وینا، بریالي شوي نه دي. د ازادۍ جبهې د ادعا له مخې، «په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي چې ویل کېږي د چورلکو په وسیله د بدخشان مرکز فیض اباد او یو شمېر نورو ولسوالیو روغتونونو ته لېږدول شوي دي». په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د نښتو پر مهال د طالبانو یو شمېر سپکې او درندې وسلې، مهمات او نور پوځي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
کرملین: روسیه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ نویو وړاندیزونو ته انتظار باسي
سرچینې
Afghan sources
کرملین: روسیه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ نویو وړاندیزونو ته انتظار باسي