د راپورونو له مخې، د جرمني د اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې چې د دغه هېواد حکومت نه شي کولای د افغان کډوالو د منلو ژمنې په ډلهییزه توګه لغوه کړي، بلکې د هرې دوسیې وضعیت باید په جلا توګه وڅېړل شي. دغه حکم د یوې افغانې مېرمنې او د هغې د دوو ماشومانو د شکایت په پایله کې صادر شوی دی. دغه کورنۍ په ۲۰۲۱ کال کې، د جرمني د پخواني حکومت د بشري منلو پروګرام له مخې او واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، جرمني ته د لېږد لپاره ټاکل شوې وه. رویټرز لیکلي، محکمې ویلي چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د شاوخوا ۶۴۰ منلو ژمنو د لغوه کولو پرېکړه، پرته له دې چې د هر کس وضعیت جلا وڅېړل شي، د حکومت د خپلسرو اقداماتو د مخنیوي اصل نقض کړی دی. د حکم له مخې، کله چې حکومت له یوه کس سره د منلو ژمنه وکړي، په دې پرېکړه کې هر ډول بدلون باید د هماغه کس د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره وشي. په راپور کې راغلي چې د محکمې له حکم سره سم، د دې کورنۍ دوسیه باید د صلاحیت لرونکې اداري محکمې له خوا له سره وڅېړل شي. همدارنګه، د جرمني حکومت مکلف دی چې د ویزې تر صادرېدو یا د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغان کډوالو د منلو د ژمنو ډلهییز لغوه کول د اساسي قانون خلاف وبلل
سرچینې
Afghan sources
د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغان کډوالو د منلو د ژمنو ډلهییز لغوه کول د اساسي قانون خلاف وبلل