Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۴۹۹ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري مياشتې په لومړۍ نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۹۲ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۵۲ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۶ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۹ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۵۱۹ کورنیو، سپین بولدک کې له ۵۲ کورنۍو، نیمروز کې له ۲ کورنیو، هرات کې له ۱۹ کورنیو او کابل کې له ۸۲ کورنیو سره مرسته هم شوې ده. د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۳۲۹۳ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۷۶۵ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي. پرون همدارنګه ۱۳۲۲ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي، چې په دې سره د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر ۶۲ زره ۸۷۷ ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي. راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۵۰۰ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۵۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۵۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي