Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه کړې ده. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې؛ د مالیزیا ملي کتابتون مسوولینو د نوموړي د هرکلي تر څنګ، ملي کتابتون د هېواد د ستر کتابتوني زېرمې او د مطالعې مرکز په توګه یاد کړی او د زرګونو ارزښتناکو دیني او عصري علومو کتابونو او مجلو د ساتنې او خوندي کولو په برخه کې يې د دې کتابتون رول مهم او ارزښتناک بللی دی.ورته مهال د عامه کتابتونونو رئیس ویلي چې کتابتونونه په ټوله نړۍ کې د پوهې د پراختیا، د دیني او عصري علومو د کتابونو د خوندي کولو او د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري او د مالیزیا له ملي کتابتون څخه په لیدنه یې خوښي څرګنده کړې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه