Summary: د عدليې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په کابل ښار کې د «کستومایز او رستم حیدري ښارګوټی» په نوم د څه باندې ۲۵.۶۵۳ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه کړې، چې یاده ځمکې امارتي ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دا ځمکه د کابل ښار په څلورمې او اوولسمې ناحیو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مې مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې ته سپارلې وه.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یادې ځانګړې محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه، چې دا ځمکه پخوا استملاک شوې او د کابل په ښاروالۍ کې د دولت په نوم ثبت شوې ده.سرچینې زیاته کړې، چې دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه وکړ،ه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.د یادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کابل؛ د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټو څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه
Sources
Afghan sources
کابل؛ د «کستومایز او رستم حیدري» ښارګوټو څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه