Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو ۴۱۸ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري مياشتې په ۲مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۴۱ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۶۶ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۱ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۴۶۳ کورنیو، هرات کې له ۱۱کورنیو او کابل کې له ۶۳ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۳۲۹۳ مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.پرون همدارنګه ۱۳۲۲ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي، چې په دې سره د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر ۶۲ زره ۸۷۷ ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي. راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۴۱۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي
سرچینې
Afghan sources
د جمعې په ورځ د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي