Kabulافغانستانامنیتدری

د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی کابل… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-25 14:12:05🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د دغه هېواد د خصوصي سکتور استازي پکې شامل دي، د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یف په مشرۍ نن کابل ته رسېدلی. په پلاوي کې د ازبکستان شاوخوا ۱۷۰ سوداګر او پانګوال شامل دي. د افغانستان لپاره د مېرمنو سازمان دا لیک په خپل اېکس کې خپور کړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول تعامل باید له ساده مشورو هاخوا لاړ شي او په سیاسي پروسو کې د افغان ښځو او نورو ښکېلو غاړو رښتینې ونډه باوري کړي. په دغه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو پر بشپړ پلي کېدو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار شوی دی. د سیاسي پرمختګونو د ارزونې لپاره د روښانه شاخصونو ټاکل او په ټولو سیاسي خبرو اترو کې د ښځو بشپړ، برابر او مانا لرونکی ګډون د دغه لیک نورې مهمې غوښتنې دي. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د روڼتیا او حساب ورکونې د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده. د افغانستان لپاره د مېرمنو سازمان پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د دغو وړاندیزونو د عملي کولو او د اغېزناک مشرتابه له لارې د یوې داسې باوري او ټولشموله سیاسي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-25 14:12:05

خط زمانی

  1. AF International

    د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-25 11:54:13

د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button