EnglishHealthافغانستانلوګر

لوګرکې د سرې میاشتې ټولنې نږدې ۱۸ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې… — Bakhtar

DevelopingHealthلوګر1 SourcesUpdated: 2026-07-25 20:35:51🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې یې د دغه ټولنې د ثابتو روغتیايي مرکزونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې د ولایت په مرکز او ازرې ولسوالۍ کې نږدې ۱۸ زرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. د لوګر د سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي مسوول شفیع‌الله افغانزي باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد خدمتونه د مهاجرینو ښارګوټي د روغتیايي مرکز، د میر سید محمود کلي د روغتیايي کلینیک او د مرکز او ازرې ولسوالۍ اړوند د دوو ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې وړاندې شوي دي.د نوموړي په وینا، په دې موده کې ۷ زره ۱۰۳ ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د وېش، پانسمان، واکسین تطبیق او د خوارځواکۍ پر ناروغو ماشومانو د درملنې خدمتونه ترسره شوي، همدارنګه ۴۸۴ میندو او ماشومانو ته هم اړین روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.د مسوولینو په وینا، د کورنۍ د تنظیم د خدمتونو ترڅنګ، ۱۰ زره او ۱۰۳ نورو کسانو ته هم اړینې روغتیايي مشورې ورکړل شوې دي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سرې میاشتې د ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې د لوګر زرګونو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-25 20:35:51

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګرکې د سرې میاشتې ټولنې نږدې ۱۸ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-25 11:20:37

لوګرکې د سرې میاشتې ټولنې نږدې ۱۸ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button