Summary: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان لپاره د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کرنیزو صادراتو پر زیاتوالي او سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې اسانتیاوو پر برابرولو غږېدلی دی. یاد وزارت له رسنیو سره په شریکه شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دې لیدنه کې ښاغلي عمري ټینګار کړی، چې د کابل او انقرې ترمنځ سوداګریزه همکاري پراخه شي، څو د افغانستان کرنیز محصولات ترکیې ته او له هغه ځایه د درېیمې نړۍ بازارونو ته صادر شي.یاد افغان چارواکي د سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې د ورکړې د پروسې پر اسانتیا هم ټینګار کړی دی.ناسته کې ترکي شارژدافیر ویلي، چې ترکیه د باوري سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوې برابروي او د همکارو ادارو له لارې د افغان بزګرانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
ترکیه د افغان سوداګرو لپاره د وېزو اسانتیا برابروي