د سعودي عربستان پرېس اژانس ويلي، د ملک سلمان خیریه بنسټ د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۸۸۸ راستنو شویو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو، اړمنو خلکو او یتیمانو د خوراکي توکو بستې وېشلې دي. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د شنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د خيبر پښتونخوا د ډېریو خلکو ژوند له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی دی او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو خواوو سوداګر له سخت فشار سره مخ او بېبرخلیکه دي. هغه وويل، پاکستان له هند سره د سوداګرۍ خبره کوي، خو له افغانستان سره يې لارې تړلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې د منځګړيتوب رول لوبوي دا ښه کار دی، خو په وينا يې، پاکستان له خپل «اسلامي ورور هېواد افغانستان» سره خبرو ته چمتو نهدی. شفيع جان د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته وويل، «که د کوم هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، نو د هغې مخنيوی ضروري دی او که مخنيوی نهکېږي، نو د حل لپاره يې مناسب اقدام هم اړين دی». هغه وويل: «د پاکستان د هرې يوې اېنچ خاورې ساتنه زموږ ملي دنده ده، که له هغې خوا کوم يرغل کېږي، نو سمدستي ځواب ورکول ضروري…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ملک سلمان خیریه بنسټ په کابل کې له ۸۸۸ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
منابع
Afghan sources
د ملک سلمان خیریه بنسټ په کابل کې له ۸۸۸ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه