د افغانستان دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې افغانان د افراط او تفریط قربانيان دي. هغه زیاته کړې، د طالبانو ۵ کلنې واکمنۍ وښودله چې د هغوی مذهبي افراط له افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره برابر نهدی او نهشي کولای په هېواد کې سوله، ثبات او سوکالي رامنځته کړي. د بښنې نړیوال سازمان حقوقپوه مارندي د جرمني له «دویچلندفونک» راډیو سره په مرکه کې د محکمې د دې پرېکړې هرکلی وکړ او هغه یې «یوه ستره لاستهراوړنه» وبلله. هغه وویل: «د هغو کسانو وضعیت چې پاکستان ته تښتېدلي، ډېر کړکېچن او خطرناک دی. له دې وروسته باید د هر چا دوسیه په جلا توګه وڅېړل شي». د بښنې د نړیوال سازمان دغه چارواکي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم ډېر ناورینځپلی دی او هغه کسان چې بېرته دې هېواد ته استول کېږي، ښايي د «لوېدیځپالنې» په تور له ځپنې، سزا، ځورونې او تعقیب سره مخ شي. دغه د کډوالو د حقونو کارپوه همداراز د جرمني پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هغو کسانو برخلیک نه څاري چې افغانستان ته اېستل شوي دي. د جرمني رسنیو د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د افغان کډوالو په تړاو د جرمني د پروتستان کلیسا غبرګون هم خپور کړ. د کلیسا د کډوالو چارو مسوول کریستیان اشتبلین وویل، د اساسي قانون د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
میاخېل: د دین په نوم د طالبانو مذهبي افراط د اسلامي،انساني او افغاني کلتور سره برابر نهدی
Sources
Afghan sources
میاخېل: د دین په نوم د طالبانو مذهبي افراط د اسلامي،انساني او افغاني کلتور سره برابر نهدی