Kabulافغانستانامنیتپښتو

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-26 02:14:49🎙 راډیو واورئ

باخبرو سرچینو د شنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو یو پوځي کاروان چې له کابل څخه د بدخشان پر لور روان وو، د بغلان په دوشي سیمه کې تر برید لاندې راغلی دی. د بښنې نړیوال سازمان حقوقپوه مارندي د جرمني له «دویچلندفونک» راډیو سره په مرکه کې د محکمې د دې پرېکړې هرکلی وکړ او هغه یې «یوه ستره لاسته‌راوړنه» وبلله. هغه وویل: «د هغو کسانو وضعیت چې پاکستان ته تښتېدلي، ډېر کړکېچن او خطرناک دی. له دې وروسته باید د هر چا دوسیه په جلا توګه وڅېړل شي». د بښنې د نړیوال سازمان دغه چارواکي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم ډېر ناورین‌ځپلی دی او هغه کسان چې بېرته دې هېواد ته استول کېږي، ښايي د «لوېدیځ‌پالنې» په تور له ځپنې، سزا، ځورونې او تعقیب سره مخ شي. دغه د کډوالو د حقونو کارپوه همداراز د جرمني پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هغو کسانو برخلیک نه څاري چې افغانستان ته اېستل شوي دي. د جرمني رسنیو د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د افغان کډوالو په تړاو د جرمني د پروتستان کلیسا غبرګون هم خپور کړ. د کلیسا د کډوالو چارو مسوول کریستیان اشتبلین وویل، د اساسي قانون د محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کوي، چې د افغان کډوالو د دوسیو د انفرادي ارزونې غوښتنه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 02:14:49

مهالوېش

  1. AF International

    د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-25 21:06:08

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button