HealthKabulافغانستانپښتو

نیویارک کې د اورلګېدنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-26 05:32:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د نیویارک ښار په کویینز سیمه د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان چې ۱۹ یې د اوروژنې کارکوونکي دي، ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه اور پر ځايي وخت د شنبې سهار شاوخوا ۱۰ بجې د «کالج پوینټ بولیوارډ» ته څېرمه په یوه استوګنیز کور کې ولګېد او وروسته دوو نږدې ودانیو ته هم وغځېد. د نیویارک د اوروژنې ادارې ویلي چې ۱۹ ټپیان شوي اوروژونکي د درملنې لپاره سیمه‌ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ټپیانو ژوند له ګواښ سره نه دی مخ؛ خو پنځو اوروژونکو له منځنیو تر سختو ټپونو پورې زیانونه لیدلي او د یوه یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د چارواکو په خبره، د هغې ودانۍ یو شمېر اوسېدونکي چې اور ترې پیل شوی و، د ژغورنې ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي. تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 05:32:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    نیویارک کې د اورلګېدنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-26 10:00:24

نیویارک کې د اورلګېدنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button