DiplomacyEnglishافغانستانخوست

د خوست – پکتیا لویه لار بېرته د خوندي تګ راتګ پر مخ… — Bakhtar

DevelopingDiplomacyخوست1 SourcesUpdated: 2026-07-26 08:37:26🎙 Listen to radio

Summary: د خوست – پکتیا لویه لار، چې د وروستیو سېلابونو له امله پرې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه د خوست ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري د خوندي تګ راتګ پر مخ بېرته پرانیستل شوه. د یاد ولایت مقام د معلوماتو له مخې، دغه پاک ‌کاري د ولایت د رهبرۍ د سپارښتنې پر بنسټ د ټولګټو چارو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ پر مټ شوی، چې په ترڅ کې یې د لارې پر مخ ټول رسوبي مواد او خنډونه لرې کړل شول.سرچینې زیاته کړې چې د پاک ‌کارۍ چارو له بشپړېدو وروسته د لارې ټولې ترافیکي ستونزې هوارې شوې او اوس موټر چلوونکي او مسافر کولای شي په خوندي او اسانه توګه پر یاده لویه لار تګ راتګ وکړي.د خوست د ټولګټو چارو ریاست ډاډ ورکړی چې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو لارو د بیارغونې او پاک‌ کارۍ چارې په چټکۍ سره دوام لري، څو د خلکو پر وړاندې د تګ راتګ ستونزې هوارې او د ترانسپورټي شبکې عادي بهیر خوندي وساتل شي.

Quick facts

Locationخوست
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-07-26 08:37:26

Timeline

  1. Bakhtar

    د خوست – پکتیا لویه لار بېرته د خوندي تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-26 04:43:52

د خوست – پکتیا لویه لار بېرته د خوندي تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button