سندرېشعرونه

دا څوک ده چې په دې قبر ګلونه ږدي – ښکلی شعر او سندره

په زړه مې د یادونو ارمانونه ږدي او ځي

دا څوک ده چې په دې قبر ګلونه ږدي او ځي

یادونه یې زما د زړه تر کوره پورې راشي

د خیال په دېوالونو مې لاسونه ږدي او ځي

د سترګو په جامونو کې محفل ته شراب راوړي

په وچو وچو شونډو مې پاړونه ږدي او ځي

د دې غرونو له دغو ګړنګونو نه به لوېږي

چې څوک د لېونو په پلونو پلونه ږدي او ځي

که نن نه وي سبا به د وفا لارې رڼې شي

مَېن چې پرې د زړونو مشالونه ږدي، او ځي

اړوندې مقالې

Back to top button