EconomyKabulافغانستانپښتو

په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو+ږغیز راپور

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-26 10:05:27🎙 راډیو واورئ

پارس تودی-په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون پرانیستل شو. د اسلامي امارت چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د پارس تودی له راپور سره سم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ملا عبدالاحد فضلي، د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هڅه کوي چې د هېواد لرې پرتې سیمې هم د مخابراتي خدمتونو تر بشپړ پوښښ لاندې راولي. په همدې مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، وویل چې اسلامي امارت غواړي افغانستان په تدریجي ډول د ټکنالوژۍ په برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیال کړي. نوموړي زیاته کړه، د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې شوې او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد ډېری محرومې سیمې هم د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي. د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، هم وویل چې د ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د دې بهیر د لا پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي. ټاکل شوې ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دغه نندارتون په کابل کې د راتلونکو پنځو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 10:05:27

مهالوېش

  1. Parstoday

    په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو+ږغیز راپور

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-26 09:59:37

په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو+ږغیز راپور

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button