EconomyEnglishافغانستانپکتیکا

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د غزني – پکتیکا سړک چارو… — Pajhwok

DevelopingEconomyپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-07-26 10:07:01🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د غزني – پکتیا سړک د رغونې چارو کې د ځنډ په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، د غزني والي د پروژې مسوولین ورغوښتي او د دغه سړک د چارو چټکولو سپارښتنه یې ورته کړې ده. څو ورځې مخکې پژواک د غزني – پکتیکا لویې لارې د رغونې چارو د ورو والي په اړه راپور خپور کړی و. په هغه راپور کې د سیمې اوسېدونکو، موټرچلوونکو او قومي مشرانو شکایت کړی و چې د پروژې د چارو ټکني‌والي د خلکو د تګ راتګ وخت اوږد کړی، د موټرو لګښتونه یې زیات کړي او پر سوداګرۍ او ورځني ژوند یې منفي اغېز کړی دی. د دغه راپور له خپرېدو وروسته، د غزني والي ملا ولي‌جان حمزه د ټولګټو ریاست مسوولین او د قراردادي شرکت استازي خپل دفتر ته ورغوښتي او د سړک د پاتې کارونو د چټکولو سپارښتنه یې ورته وکړه. د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل، د والي په مشرۍ غونډه کې قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د سړک پاتې چارې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او پروژه د ګټې اخیستنې لپاره چمتو کړي. هغه د رسنیو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل: «موږ له هغو رسنیو مننه کوو چې د خلکو ستونزې په مسلکي ډول تر مسوولینو رسوي. د اسلامي امارت…

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-26 10:07:01

Timeline

  1. Pajhwok

    د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د غزني – پکتیکا سړک چارو د ژر بشپړېدو سپارښتنه شوې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-26 14:33:36

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د غزني – پکتیکا سړک چارو د ژر بشپړېدو سپارښتنه شوې ده

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button