د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون په پرانېست غونډه کې د وینا پرمهال په دولتي ادارو کې د بروکراسی پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی. همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ډلې د مخابراتو وزات د برېښنايي حکومتولی په برخه کې لاسته راوړني لري دي. نوموړي له یاد وزارت څخه غوښتنه کړې، څو د ټولو ادارو او وزارتونو ترمنځ د برېښنايي وصل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. پر همدغه مهال حنفي د طالبانو په ادارو کې د بروکراسي په اړه اندېښنه ښودلي او زیاته کړې یې ده، چې له یوې ښوونځی څخه بلې ته د یوه ښوونکي د تبدیلي لپاره ۳۱۷ لاسلیکونو او درې میاشتې انتظا کولو ته اړتیا لري. حنفي په دولتي ادارو کې د ادارې پېچلتیا دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وايي باید هڅه وشي، څو ادارې سیستم اسانه او برېښنايي شي. د طالبانو د د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالغني برادر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او مل پلاوي سره په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په تېره یوه اوونۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۴ کسان مړه شوي
Sources
Afghan sources
په تېره یوه اوونۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۴ کسان مړه شوي