Politicsافغانستانخوستدری

خوست کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-26 20:42:29🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د خوست ښار د څلورمې ناحیې اړوند د دوولس سوه فامیلو A پروژې په سیمه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې. د خوست د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي عبدالقیوم فرقاني په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې یاد جومات به پر ۳۹۶ متره مربع ځمکه په یوه پوړ کې جوړ شي او ټول اړین ملحقات لري. د نوموړي په وینا، دغه جومات به په یو وخت کې د شاوخوا ۶۰۰ لمونځ‌کوونکو وړتیا ولري او د جوړېدو ټول لګښت یې ۴ میلیونه ۱۴۵ زره افغانۍ کېږي او لګښت یې د افغان قطر مېشتي حیات خان له شخصي بودجې ورکول کېږي. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خیر غوښتونکو او ملي سوداګرو په مالي ملاتړ د جوماتونو د جوړېدو او بیارغونې یو شمېر پروژې هم پلې شوې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-26 20:42:29

خط زمانی

  1. Bakhtar

    خوست کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-26 17:43:54

خوست کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button