Economyافغانستانبدخشاندری

بدخشان کې پر ۲۰ کیلومتره سړک د جغل‌اچولو چارې بشپړې شوې — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyبدخشان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-26 20:42:30🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بدخشان ولایت ځایي مسوولینو د فیض‌اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند د یفتل بالا سیمې پر ۲۰ کیلومتره سړک د جغل‌اچولو چارو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارلو کېدو خبر ورکړی دی. د بدخشان والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي د پرانیستې په مراسمو کې باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې یاده پروژه د یو سوداګر حاجي عبدالکریم ذاهد په مالي ملاتړ د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پلې شوې ده. د نوموړي په وینا، د فیض‌اباد ښار د «لای‌آبې» سیمې څخه تر «دوآبې یفتل بالا» پورې پر ۲۰ کیلومتره سړک جغل اچول شوی دی. غزنوي زیاته کړې، چې د یادې پروژې په ترڅ کې د سړک د پراخولو او هوارولو ترڅنګ څو پلونه، پلچکونه، استنادي او ګابیوني دېوالونه او د اوبو لېږد کانالونه هم جوړ شوي، چې چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شوې دي. د نوموړي په خبره، د یاد سړک په جوړېدو سره به د فیض‌اباد ښار اتمه ناحیه، شاوخوا لرې پرتې سیمې او د کوهستان راغ ولسوالۍ د ولایت له مرکز سره ونښلول شي او د خلکو د تګ راتګ، سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخه کې به مهمې اسانتیاوې رامنځته شي. د بدخشان والي د بنسټیزو پروژو په پلي کېدو کې د سوداګرو او خیر غوښتونکو د همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل، چې سیمه‌ییزه اداره به په راتلونکي کې هم د ورته پراختیايي پروژو د عملي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه همدارنګه وویل، چې د سړک د ساتنې او څارنې لپاره شپږ کسیزه کمېټه هم ګومارل شوې ده. ورته مهال د یفتل بالا سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پخوا د فیض‌اباد ښار ته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دې سړک په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانبدخشان
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-26 20:42:30

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بدخشان کې پر ۲۰ کیلومتره سړک د جغل‌اچولو چارې بشپړې شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-26 17:09:53

بدخشان کې پر ۲۰ کیلومتره سړک د جغل‌اچولو چارې بشپړې شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button